لټون

امریکا: طالبان دې امریکايي اتباع د فشار لپاره نه کاروي

27 وږی 1405 - 00:00 شګیوال 31 views
امریکا: طالبان دې امریکايي اتباع د فشار لپاره نه کاروي
د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، متحده ایالات به هېڅکله ونه مني چې طالبان امریکايي اتباع یرغمل ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویلي چې متحده ایالات به د طالبانو له لوري د امریکایي وګړو برمته کول ونه زغمي او په دې برخه کې به هېڅ ډول فشار یا باج اخیستنه ونه مني.

هغه پر اېکس لیکلي، امریکا به د هغه څه له امله ونه ډارېږي او نه به تر فشار لاندې راشي چې طالبان امریکایان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د معاملې د وسیلې په توګه کاروي.

شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising