لټون

"۲.۶ میلیونه نجونې له زده‌کړو پاتې دي؛ یونیسف وايي د افغان نجونو راتلونکی لا هم له جدي خطر سره مخ دی."

26 وږی 1405 - 23:27 شګیوال 47 views
"۲.۶ میلیونه نجونې له زده‌کړو پاتې دي؛ یونیسف وايي د افغان نجونو راتلونکی لا هم له جدي خطر سره مخ دی."
یونیسف ادارې افغانستان کې د نجونو په زده کړو بندیز او ښځو په وړاندې د محدودیتونو وضع کېدو اندېښنه ښودلې. عکس: د یونیسف له ویډیو څخه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا UNICEF ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په اغېزمن ډول له ثانوي او لوړو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې افغانې نجونې د ثانوي زده‌کړو له دوام څخه بې‌برخې شوې دي.

د دې ادارې مسوولینو ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو دوامداره محدودیتونه نه یوازې د میلیونونو نجونو راتلونکی اغېزمنوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم اوږدمهاله منفي اغېزې لري.

یونیسف له اوسنیو چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو د زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او ټولو زده‌کوونکو او محصلینو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستانه شي.

شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising