لټون

استرالیا ته د زده کړو خوب؛ خو له کورنۍ پرته؟ د کانبرا نوې پرېکړه زرګونه نړیوال محصلین له سخت انتخاب سره مخامخ کوي.

26 وږی 1405 - 21:14 شګیوال 49 views
استرالیا ته د زده کړو خوب؛ خو له کورنۍ پرته؟ د کانبرا نوې پرېکړه زرګونه نړیوال محصلین له سخت انتخاب سره مخامخ کوي.
اسټرالیا: بهرنیو محصلینو ته به د زده‌کړو پر مهال د مېړه، مېرمنې او ماشومانو د له ځان سره د راوستلو اجازه په ډېرو مواردو کې نه ورکول کېږي

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر ټوني برک ویلي، حکومت غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې د خالصې کډوالۍ کچه له شاوخوا ۳۰۰ زرو څخه ۲۲۵ زرو ته راټیټه کړي. نوموړي زیاته کړې چې د مهاجرت سیستم د لا اغېزمن مدیریت لپاره به په یو شمېر لنډمهالو ویزو کې هم سخت شرایط عملي شي.

د نویو مقرراتو له مخې، د ډېری نړیوالو محصلینو کورنۍ به نور ونه شي کولای د محصل ویزې له لارې استرالیا ته سفر وکړي. خو د دوکتورا (PhD) د ځینو محصلینو او د ځانګړو هېوادونو د اتباعو لپاره استثناوې په پام کې نیول شوي دي.





حکومت همدارنګه ویلي چې د سیاحتي ویزو لرونکو لپاره به د ویزې له پای ته رسېدو وروسته د پاتې کېدو شرایط سخت شي او د ویزې له مودې اوښتونکو کسانو پر وړاندې به څارنه زیاته شي.

د رسمي شمېرو له مخې، استرالیا کې د کډوالۍ خالص شمېر په وروستیو کلونو کې په تدریجي ډول راکم شوی، خو نړیوال محصلین لا هم د لنډمهالو کډوالو لویه برخه جوړوي.

شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising