لټون

لاهور پوهنتون کې د طبي برخې افغان محصلینو اندېښنې، لا هم ډاډ نلري، چې د دوی پاتې کېدو برخه به د محکمې پریکړه عملي شي که نه

24 وږی 1405 - 23:32 شګیوال 35 views
لاهور پوهنتون کې د طبي برخې افغان محصلینو اندېښنې، لا هم ډاډ نلري، چې د دوی پاتې کېدو برخه به د محکمې پریکړه عملي شي که نه
د لاهور محکمې مشره قاضي: عکس د لاهور محکمې له ویب سايټ څخه
د پاکستان د سند سترې محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونه ځنډولې چې له مخې یې افغان طبي محصلین اړ وو، د زده‌کړو له بشپړېدو مخکې افغانستان ته ستانه شي.
محکمې تر راتلونکې اورېدنې، چې د سپټمبر په ۲۹مه ټاکل شوې، د اړوندو محصلینو پر وړاندې د جبري اقداماتو او اخراج مخه هم نیولې ده.
دا پرېکړه د دوو جلا عریضو په اړه شوې چې د افغان طبي محصلینو له لوري وړاندې شوې وې. په یوه عریضه کې د ډاو طبي کالج درې د وروستي کال محصلین او په بله کې د کراچۍ د ډاو پوهنتون، جناح پوسټ ګرېجویټ طبي مرکز او نورو طبي ادارو ۳۱ افغان محصلین شامل دي.
محصلینو محکمې ته ویلي چې له زده‌کړو تر بشپړېدو مخکې د دوی ایستل به د کلونو طبي زده‌کړې له خنډ سره مخ او مسلکي راتلونکی به یې زیانمن کړي.
د محکمې دا پرېکړه لنډمهاله ده او د PMDC د لارښوونې پر وړاندې حقوقي قضیه لا هم روانه ده.
شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising