لټون

د سپټمبر ۱۱مې، ۲۵ اغېزمن کلونه

24 وږی 1405 - 15:14 ببرک درویش ببرک درویش 123 views
د سپټمبر ۱۱مې، ۲۵ اغېزمن کلونه
دا د سپټمبر ۱۱مې د پېښو د ۲۵ کلنو اغېزو، جګړو، بې‌ځایه کېدو او بشري لګښتونو سمبولیک انځور وړاندې کوي.

د ۲۰۰۱ کال سپټمبر یوولسمې له پېښو پنځه ویشت کاله تېر شول، دې موده کې د امریکا په مشرۍ د اوږدمهاله جګړو او پوځي عملیاتو له امله په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک اغیزمن شول.

د بهرنیو رسنیو د یو خبر له مخې، په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د تر سره شویو پوځي عملیاتو له امله ۴ اشاریه ۵ تر ۴ اشاریه ۷ میلیونو پورې خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول ووژل شول.

په همدې مرګونې او ویجاړوونکې موده کې بیا له ۳۸ میلیونو زیات ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

افغانستان چې د سپټمبر له پېښې تر ټولو زیات اغیزمن هېواد دی، دلته جګړه له ۲۰۰۱ کال راهېسې دوه لسیزې وغځېده، د هغو شمیرو له مخې چې نړیوالو رسنیو خپاره کړي د ۱۷۶ زره کسانو ژوند یې اخېستی دی.

له افغانستان وروسته امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق برید وکړ چې ۳ لکه ۱۵ زره کسان یې ووژل او سیمه یې له لویې بې ثباتۍ سره مخ کړه.

پاکستان، یمن، سومالیا، لیبیا او سوریه نور هغه هېوادونه وو چې امریکا پرې بې پيلوټه او نور هوايي بریدونه کول، د داعش پر ضد جګړو کې بیا تر ۱۳۳۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په دې جګړو کې امریکایان هم خوندي پاتې نشول، هغه ارقام چې خپله د امریکا دفاع وزارت ورکړي، افغانستان کې د امریکا ۲۵۰۰ عسکر ووژل شول او ۲۰ زره نور یې ټپيان شول.

عراق هم د امریکايي پوځیانو لپاره خوندي نه وو، د ورکړل شویو راپورونو له مخې هلته یې ۳۴۸۱ سرتیري ووژل شول او ۳۱ زرو زیات یې ټپيان شول.

امریکا وايي، په دې جګړو کې یې ۵ اشاریه ۸ ټریلیون ډالر لګولي او اټکل دادی چې د پخوانیو سرتیرو د بیارغونې او پالنې لپاره به اضافي ۲ اشاریه ۲ ټریلیون ډالر نور هم مصرف کړي.

دا یوازې د سر او مال د بایللو او زیان جګړه نه وه، بلکې دې جګړې نن ورځ هم د رواني روغتیا د ستونزو، د ځان وژنې د کچې د لوړېدو، سختو اقتصادي بارونو او د اوږدې مودې لپاره د بې کوره کېدو له لارې پر ټولنو خپلې اغېزې ښندلي دي.
ببرک درویش
ببرک درویش

خبریال او لیکوال

ببرک درویش له نږدې ۱۶ کلونو د افغانستان رسنیو سره کاري تجربه لري.

Advertisement Space Available Contact us for advertising