لټون

کاناډا له امریکا سره د سوداګریزو ناندریو زیاتېدو وروسته له اروپا سره د اړیکو د پراختیا هڅې چټکې کړې

22 وږی 1405 - 14:47 61 views
کاناډا له امریکا سره د سوداګریزو ناندریو زیاتېدو وروسته له اروپا سره د اړیکو د پراختیا هڅې چټکې کړې
د ولسمشر ټرمپ د سوداګریزو تعرفو له تقابل وروسته کاناډا د خپلو نوو تجارتي ملګرو په لټه کې
کاناډا د امریکا پر بازار د خپلې اقتصادي اتکا د کمولو لپاره اروپا ته مخه کوي. مارک کارني غواړي له اروپايي هېوادونو سره د دفاع، انرژۍ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې همکاري پراخه کړي.

کاناډا غواړي له اروپايي هېوادونو سره د دفاع، انرژۍ، ټکنالوژۍ، څېړنو او ستراتیژیکو اکمالاتي ځنځیرونو په برخو کې همکاري پراخه کړي. د اتاوا په باور، د دغو اړیکو پراختیا کولی شي د کاناډا سوداګریزې اړیکې متنوعې کړي او د امریکا پر بازار د دغه هېواد اقتصادي اتکا راکمه کړي.

کاناډا له اروپايي شریکانو سره د دفاعي او انرژۍ په برخو کې د لا پراخې همکارۍ په لټه کې هم دی. له جرمني سره په وروستیو بحثونو کې د لوی شمېر اوبتلونو د پېرلو موضوع مطرح شوې ده. همداراز، اتاوا اروپا ته د کاناډا د انرژۍ د صادراتو د زیاتولو لپاره د اړینو زیربناوو د پراختیا پر لارو چارو غور کوي.


کارني له اروپايي ټولنې سره د کاناډا د لا نږدې اړیکو احتمال هم مطرح کړی او د «شریک غړیتوب» (Associate Member) د یوه احتمالي جوړښت په اړه یې خبرې کړې دي.

د دغه ډول اړیکو رامنځته کېدل ښايي اروپايي بازارونو ته د کاناډا لاسرسی پراخ او په ستراتیژیکو برخو کې همکاري زیاته کړي؛ خو د مقرراتو، ملي حاکمیت او اروپايي ټولنې د بنسټیزو جوړښتونو اړوند مسایل لا هم د دې طرحې پر وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.

د کاناډا دغه نوې تګلاره په داسې وخت کې مطرح کېږي چې له امریکا سره یې سوداګریزې ترینګلتیاوې مخ پر زیاتېدو دي. اتاوا په دې وروستیو کې د اقتصادي تنوع او له اروپا سره د پیاوړو همکاریو پر پراختیا ډېر ټینګار کړی، څو پر امریکايي بازار خپله اتکا کمه او د سوداګرۍ او ستراتیژیکې همکارۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising