د ډونالډ ټرمپ ادارې له هنګري او پولنډ څخه د کډوالۍ ویزو د غوښتنلیکونو پروسس بېرته پیل کړی، خو د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ویزو مرکې لا هم په لنډمهاله توګه ځنډول شوې دي. رویټرز دا خبر د موضوع له څلورو باخبره سرچینو څخه په حواله ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، په هنګري او پولنډ کې د امریکا سفارتونو ته له سپینې ماڼۍ څخه لارښوونه شوې چې د دغو دوو هېوادونو د کډوالۍ ویزو پروسس ته لومړیتوب ورکړي. د دې پرېکړې لپاره تر اوسه کوم رسمي دلیل نه دی وړاندې شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې د ۷۵ هېوادونو لپاره د کډوالۍ ویزو پروسس ځنډولی و، خو د اګست په ۲۱مه یوه فدرالي قاضي دغه پالیسي غیرقانوني وبلله. له دې پرېکړې وروسته، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي کارکوونکو لپاره د نوې روزنې د پلي کولو په موخه په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ ویزو مرکې وځنډولې.
د وزارت په وینا، د نوې روزنې موخه دا ده چې قونسلي کارکوونکي وکولای شي وارزوي چې د ویزې غوښتونکي به په امریکا کې د عامه مرستو له اړتیا پرته د خپل ژوند لګښتونه پوره کړای شي که نه.
د دې ځنډ له امله په ګڼو هېوادونو کې د کډوالۍ ویزو مرکې لغوه شوې دي او ځینې غوښتونکي وايي چې د دوی ټاکل شوې مرکې تر سپټمبر پورې ځنډول شوې دي.